د خوست ولایت د عامو روغتیا ریاست مسؤلين وايي، چي په تېرو درو میاشتو کښي په دغه ولایت کښي نږدې لس زره کسان، چي ډېره برخه ئې کوچنيان دي، په خوارځواکۍ اخته سوي دي. دغه شمېره د روغتیايي خدمتونو د کمښت او د نړۍوالو مرستو د بندېدو له امله د یوې جدي روغتیايي کړکېچ ښکارندويي کوي. ددغه ولايت د روغتيا د برخي مسؤلينو خبرداری ورکوي، که دا وضعیت دوام وکړي، نو د خوارځواکۍ کچه به نوره هم لوړه سي او د خلګو په ځانګړې توګه د کوچنيانو، ژوند به له خطر سره مخ سي.
د خوست د عامي روغتيا رئیس ډاکټر احمد م.جاهد په خوست کښي د خوراځواکۍ د پېښو د ډېرېدو خبر ورکړی.
هغه وايي:« په تېرو درو میاشتو کښي موږ نږدې لس زره کسان ثبت کړي، چي په خوارځواکۍ اخته دي، له بده مرغه ډېری ئې کوچنيان دي. دا یوه جدي روغتیايي ستونزه ده چي د حل له پاره سمدستي اقدام ته اړتیا ده.»
د دغه ولايت د روغتيا د برخي مسؤلين وايي، چي د خوست په لېرو پرتو سیمو کښي ډېر روغتيايي مرکزونه چي د مور او کوچني د روغتیا په برخه کښي ئې مهم خدمتونه وړاندي کول، په دې وروستیو کښي د مالي ستونزو او د نړۍوالو مرستو د بندېدو له امله تړل سوي دي. دغه مرکزونه د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملني له پاره اړین وو، خو اوس ئې تړل کېدو روغتیايي وضعیت نور هم خراب کړی دئ.