په خوست کې د سرطان ناروغۍ د درملني لپاره د يو روغتیايي کمپلکس د جوړولو طرحه تصویب سوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپاړسمه غونډه د 2023 کال د فبرورۍ په 12 مه نیټه د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره سوه

په غونډه کې په بیلا بیلو مهمو موضوعاتو بحث او تصمیمونه ونیول سول.

چي له دي جملي څخه یوه مهمه پریکړه په خوست کې د سرطان ناروغۍ دعلاج لپاره د یوه روغتیايي کمپلکس د جوړولو د طرحې تصویبول وو. د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د يادې طرحې له سره کتنه وکړي او د پروژې له پلي کېدو څخه څارنه وکړي.

په ورته وخت کې، د اسلامي امارت اداري کمیسیون ته دنده وسپارل سوه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا د کارموندنې ملی پالیسۍ په اړه د مسودې بیاکتنه وکړي او د کابینې غونډې ته یې د تصویب لپاره وړاندې کړی.