په خيبرپښتونخوا کي د يو بريد په پايله کي اته پاکستاني پوځيان وژل سوي او ۷ تښتول سوي

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په خیبرپښتونخو ایالت کي د وسله‌والو په یوه برید کي اته پوځیان وژل سوي دي او د پولیسو اووه افسران تښتول سوي دي.
د استخباراتو یوه چارواکي ویلي دي چي، په تیرا کي د پوځ او وسله‌‌‌والو ترمنځ په نښته کي اته سرتيري او نهه وسله‌وال وژل سوي.
د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو ډلې TTP منلې ده.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي چي، په خیبرپښتونخوا کي د تلاشۍ له یوې پوستې څخه د پولیسو اووه افسران د وسله‌والو له‌‌‌خوا تښتول سوي دي.
دې چارواکي همداراز ویلي چي، د دې پولیسو وسلې هم د وسله‌‌والو لاس ته لوېدلي دي.
په‌‌‌دې وروستیو کي په پاکستان کي د ټي‌ټي‌پي په حملو کي زیاتوالی راغلی.
دې ډلي د اکتوبر په ۲۵مه د پولیسو لس افسران ووژل.