په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کي د بارانونو سره تړلو پېښو ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي له روانو بارانونو سره په تړلو پېښو کي ۱۰ کسان وژل سوي او اووه ژوبل سوي دي.
د طبیعي پيښو ادارې وایي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د خيبر پښتونخوا په بر کوهستان کي د غر ښویدو او په ملاکنډ کي د تندر لوېدو په پېښو کي د یو کوچني په ګډون څلور کسان وژل سوي دي.
د دغه ادارو د معلوماتو له مخي په تېر شواروز کي له اورښتونو سره په تړلو پېښو کي په بلوچستان کي درې، د پاکستان په پنجاب کي دوه او په سيند کي يو کس وژل سوی دی.
په په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان کي د جولای له لومړۍ نېټې راهیسي د بارانونو پر مهال په پېښو او په سېلابونو کي د وژل سويو کسانو شمېر ۳۲۰ او د ژوبل سوو شمېر ۵۹۸ ته پورته سوی دی.
له تېرو څو کلونو راهیسي د دوبي بارانونو په پاکستان کي په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کي مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.