په خيبر پښتونخوا کي لسګونو پوليسو د پوځ او استخباراتي خلاف احتجاج کړی دی

د ملکي کسانو وروسته د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ لکي مروت کي لسګونو پوليسو د پوځ او استخباراتي ادارو د غړو د لاسوهنو او ناامنۍ جوړولو خلاف احتجاج کړی دی.
پوليسو د احتجاج په توګه د لکي مروت په تاجه زۍ سيمه کي کراچۍ ته تلونکې لویه لاره تړلې او پرلت يې وهلی دی.
دغه پولیس اویي، چي په ولسوالۍ کي يې تر هغه وروسته ناامني راغلې چي کله پوځ هلته تللی دی.
دوی د احتجاج پر مهال د پوځ او استخباراتي ادارو خلاف شعارونه ورکول او زياته يې کړه، چي د ترهګرۍ تر شا (د پوځ) يونيفورم دی دا هغه شعار دی چي پي ټي ایم یا د پښتون ژغورني غورځنګ یې تل په خپلو غونډو او لاریونونو کي وايي.
پولیسو ویلي، پوځ چي هري سیمي ته ځي هلته په لوی لاس ناامني جوړوي نو دوی به نور پوځ ته اجازه ورنه کړي چي په سیمه کي يې پاته سي.
د لکي مروت پوليسو دا احتجاج تر هغه وروسته کړی چي په تېرو څو ورځو کي په هغه ولسوالۍ کي په وسله والو بريدونو کي لږ تر لږه څلور پوليس ووژل سول.