په خيبر پښتونخوا کي له اورښتونو سره تړلو پیښو کي ۸۸ کسان مړه سوي

په خیبر پښتونخوا کي د طبیعي پيښو د مخنيوي ادارې ویلي، دي چي د روان ميلادي کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۳۰مې پوري په خيبر پښتونخوا ايالت کي له اورښتونو سره د تړلو پېښو په نتيجه کي ۸۸ کسان مړه سوي او ۱۲۹ ژوبل سوي دي.
دې ادارې په یوه خپاره کړي بیان کي ويلي، چي په دې موده کي په ټول پاکستان کي ۲۸۵ کسان مړه سوي او ۵۲۹ کسان ژوبل سوي دي.
د معلوماتو له مخي دا کسان د پاکستان په بېلا بېلو برخو کي د اورښتونو له امله د ودانیو نړېدو، تندر لوېدو، غر ښویدو او په سېلابي اوبو کي د ډوبېدو په پېښو کي مړه سوي دي.
د راپورونو له مخي تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په پنجاب ايالت کي اوښتې ده چي هلته په دوو مياشتو کي ۱۰۶ کسان وژل سوي او ۲۸۱ ژوبل سوي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسي د پشکال بارانونو په پاکستان کي ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.