په خيبر پښتونخوا کي په ترافيکي پېښه کي ۷ تنه وژل سوي دي

د پاکستان پوليس وايي، چي د پاکستان د پښتونخوا ايالت د کورمي په سيمه کي يو موټر ژوري کندي ته لوېدلی دئ، چي له امله ئې په موټر کي د ناستو کسانو له ډلي څخه ۷ تنه وژل سوي دي.
د پاکستان د پوليسو په خبره چي په ياده پېښه کي ۶ تنه نور ټپيان سوي دي، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
د هغوي په وينا چي د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښني وړ ښودل سوی دئ.