په خيبر پښتونخوا کي ۷ پاکستاني پوځيان وژل سوي

د پاکستان پوځ ويلي، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه هيواد په خیبر پښتونخوا ايالت کي د وسله والو سره په نښته کي ۷ پاکستاني پوځيان وژل سوي او ۱۴ نور ټپيان سوي دي.
د پاکستان د پوځ په خبره چي دغه نښته هغه مهال رامنځ ته سوې، چي وسله والو په کوز دېر سر بانډې کلي د پاکستان پوځ پر موټریز کاروان بريد وکړ.
بلخوا بيا د پاکستان پوځ ادعا کړې، چي په شمالي وزيرستان کي ئې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ۱۹ وسله وال وژلي دي.
هغوی وايي چي د وسله والو څخه ئې وسلې هم نيولي دي.