د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت سيمه کښي د پاکستاني عسکرو او تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ جګړه سوې ده، چي پر مهال ئې د پاکستاني عسکرو افسر شاهدالله په دغه جګړه کښي وژل سوی او يو تن بل پاکستانی عسکر د شعيب په نامه ټپي سوی دئ.
د پاکستان پوليسو هم ياده پېښه منلې او زياتوي، چي په اړه ئې څېړني رواني دي.