په خیبرپښتونخوا، شمالي وزیرستان او بلوچستان کي ګڼ شمېر پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پاکستاني چارواکي وایي، چي د وسله‌والو مخالفانو په بریدونو کي د دوی لږترلږه ۱۶ پوځیان وژل سوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخي، د خیبرپښتونخوا په کورمه سیمه کي د وسله‌والو په یوه برید کې ۷ پوځیان وژل سوي او ۲ ټپیان سوي دي.
د دې برید مسوولیت ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی دی.
تر دې یوه ورځ وړاندي په شمالي وزیرستان کي د پوځ پر یوه کاروان په برید کي لږترلږه ۶ پوځیان ووژل سول او یو شمېر نور ټپیان سول.
د پاکستان پوځ په یوه بیان کي پېښه تایید کړه او برید یې د ټي‌ټي‌پي کار وبلی.
د پاکستان د امنیتي چارواکو په قول ویل سوي چي په څو نورو بریدونو کي لږترلږه ۲۲ پاکستاني پوځیان ټپیان سوي دي.
له بلي خوا د بلوچستان بېلتون غوښتونکي ډلي ویلي چي د پاکستان د پوځ پر کاروان یې د سړک د غاړي بمي برید کړی او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *