د خیبرپښتونخوا په کُرمه کي د دوو اړخونو ترمنځ ولسي شخړي پرلپسې دولسمي ورځي ته ورسېدې چي له امله یې د وژل سویو ۱۳۰ تنو او د ټپیانو شمېر ۱۸۶ تنو ته لوړ سوی دی.
پاکستاني پولیس وایي د ولسي شخړو له امله د پېښور – پاړه چنار ترمنځ لویه لار تړل سوې او همدارنګه د ډېورنډ کرښي پر خرلاچي لاره هم تګ راتګ بند سوی دی.
ځایي خلکو اندېښنه څرګنده کړې چي د جګړې او لارو بندېدو له امله د خوراکي او لومړنیو توکو له ګرانوالي او کمښت سره مخ سوي دي.
پولیسو همدارنګه زیاته کړې چي په بېلابېلو ځایونو کي یې سرتېري ځای پر ځای کړي او د ښکېلو اړخونو ترمنځ د اوربند هڅي کوي.
د یادوني وړ ده چي د یادو اړخونو ترمنځ لومړی د ۷ ورځو اوربند سوی وو چي وروسته ۱۱ ورځو ته وغځېدی خو بیا هم د جګړې بشپړه مخه نه ده نیول سوې.