د خیبرپښتونخوا په کورمه کي د شیعه ګانو او سنیانو له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د تازه شخړو له کبله د ۱۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل سوی دی.
په کورمه کي یوه چارواکي ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر میاشتي له ۲۱ مي راهیسي په فرقوي شخړو کي د وژل سویو شمېر ۱۲۴ ته ورسېدی.
په کورمه کي چارواکي وايي، لا هم په ځینو ساحو کي ټکان کېږي چي د درولو هڅي يې رواني دي.
د نومبر پر ۲۱مه له شیعه مېشتي ساحې پاړه چناره پېښور ته د مسافرو پر موټرو د وسله والو په برید کي ۴۵ شیعه او ۴ سنیان ووژل سول.
د دې برید په سبا په سني مېشتي بګن سیمه کي وسله والو د خلکو پر کورونو او دوکانونو بریدونه وکړل او اور يې ورواچاوه.
که څه اوس د دواړو خواوو ترمنځ د حکومت په منځګړیتوب اوربند سوی، خو په سیمه کي چارواکي د خیبرپښتونخوا له حکومته غواړي چي د کورمي د مسلې د هوارۍ لپاره دي جدي اقدامات وکړي.