په خیبرپښتونخوا کي د یوې ترافیکي پېښي له امله ۱۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

پاکستاني رسنیو ویلي، چي په خیبرپښتونخوا کي د یوې ترافیکي پېښي له امله د څلورو ښځو په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه د خیبرپښتونخوا په «بونیر» ولسوالۍ کي سوې چي له امله یې اته تنه مړه سوي او شپږ ټپیان دي.
همداراز ویل سوي چي په مړه‌سویو کي څلور ښځي هم دي.
پولیسو ویلي، په دغه موټر کي سپاره کسان له «چغرزي» څخه «سواړي» ته روان وه چي په لاره کي یې موټر له سړک څخه اوښتی او ژوري کندي ته لوېدلی دی.
باید وویل سي چي د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى سوی دى.
د یادولو ده چي په خیبر پښتونخوا کي تر دې وړاندي هم خونړۍ ترافیکي پېښي رامنځته سوي دي چي د ښځو او کوچنیانو په ګډون لسګونو تنو پکښي ژوند بایللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *