په خیبرپښتونخوا کي سېلابونو او بارانونو ۶۵ کسان وژلي دي

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي د جولای له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۱۸مي پوري بارانونو او سېلابونو په ټوله صوبه کي ۶۵ تنه وژلي دي.
د طبعي افتونو د نظم ادارې ویلي، چي په وژل سوو کي۳۰ کوچنیان او ۱۲ ښځي دي.
د یو بل خبر له مخي په ټانک کي د ژغورني ادارې چارواکو ویلي، په جنډوله سیمه کي په سېلاب کي یو تن وژل سوی او دوه تنه نور ټپیان سوي.
د یوه بل خبر له مخي په یوه وسله وال برید کي بیا د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کي د پاکستان دوه پوځیان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.