په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي شدید اورښتونه دوام لري

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان چارواکي وایي، اورښتونو، سیلونو او تالندو لږترلږه ۳۶ تنه وژلي دي.
تر ټولو ډېر تاوانونه په بلوچستان کي اوښتي او په دې ایالت کي بیړنی حالت اعلان سوی دی.
په پېښور کي د طبیعي پيښو پر وړاندي د مبارزې اداره وایي، چي د اورښتونو او سېلابونو له امله تر ۶۰۰ زیاتي ودانۍ زیانمني سوي او د غر ښویدو له امله په ځینو سیمو کي سړکونه تړل سوي دي.
د دغه ادارې په وینا، اورښتونو زيات زيانونه په ملاکنډ، باجوړ، خيبر، سوات، لوړ دير او کښته دير، شانګله، بټګرام او ډېره اسماعيل خان کي اړولي دي.