په خیبر پښتونخوا ایالت کي څلور پولیس افسران او پنځه وسله‌وال وژل سوي

د خیبر پښتونخوا چارواکي وایي، دا کسان وروسته له هغه ووژل سول چي اورپکو د پولیسو پر مرکز برید وکړ.
د راپورونو له مخي وسله وال د پوليسو قرارګاه ته ننوتلي او له پوليسو سره يې نښته کړې ده.
امنيتي ځواکونو سيمي ته غځېدلي لاري بندي کړي او پوځي هیلیکوپټر هم په داسي حال کي پر دې سیمه پروازونه کول چي د ټکانو ږغونه اورېدل کېدل.
تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د دغه برید مسوولیت منلی دی.
ټي ټي پي دغه راز خپلو کسانو ته لارښوونه کړې چي پر پوځي او امنیتي هدفونو بریدونو ته زور ورکړي.
د یو بل خبر له مخي د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) په تربت کي د یوې چاودني په ترڅ کي د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژلي دي او درې نور ټپیان سوي دي.
دغه بریدونه په داسي حال کي کیږي چي د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کي د ایوروایشیا سیمي لوړپوړي چارواکي د شانګهای په سرمشریزه کي راټول سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *