په خیبر پښتونخوا کي چاودني او نښتي ۷ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وایي، د خیبر پښتونخوا د کرمي ایجنسۍ پر مرغانو سړک ماين چاودنه کي څلور پاکستاني عسکر وژل سوي او درې تنه ټپيان سوي دي.
‏ځايي امنيتي مسوولین وایي، پېښه نن جمعه داسي مهال سوې چي د پاکستاني عسکرو موټر له سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وو او چاودنه ورباندي وسوه.
ویل کیږي چي له چاودني وروسته پر پوځیانو ټکان هم سوي چي یو شمېر پوځیان پکښي ټپیان سوي.
تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د پېښي مسوولیت منلی دی.
دا پېښه وروسته له هغه سوې چي ټي ټي پي د اختر په ورځو کي د جون له ۱۷مې تر ۱۹مې پوري یو اړخیز اوربند اعلان کړی وو.