په خیبر پښتونخوا کي ۴ پاکستاني پوځیان د یوه برید پر مهال وژل سوي دي

پاکستاني رسنیو ویلي، چي د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کي د یوه برید پر مهال څلور پاکستاني پوځیان وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
سرچینې زیاتوي، چي د دې سرتېرو موټر چلوونکی، چي غیرنظامي شخص وو، هم په دې برید کي وژل سوی دی.
دغه برید په داسي حال کي سوی، چي د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کي د پاکستاني سرچینو په وینا د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب سوی او هره ورځ پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کیږي.