په خېبرپښتونخوا کي څلور پاکستاني سرتېري وژل سوي او اووه ټپیان دي

د خېبرپښتونخوا اړوند سوېلي‌وزیرستان کي پر امنيتي پوستې د وسله‌والو برید له امله څلور سرتېري وژل سوي او اووه نور تپیان دي.
پېښه تېره شپه ۱۱ بجې، د سوېلي‌وزیرستان د شکتوی تحصیل په شرکۍ سیمه کي رامنځته سوې ده.
په ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چي وسله‌والو له یادي سیمي تېره شپه ناوخته درې پولیس هم له خپلو کورونو له ځان سره بیولي دي.
د روان کال په ترڅ کي په خیبرپښتونخوا کي وسله‌وال بریدونه او نښتي زیاتي سوي دي او خلکو د امنیت ټينګښت لپاره پراخ لاریونونه هم کړي دي.