په خېبر پښتونخوا کي د روان کال له پيل څخه تراوسه پوري ۱۲۱ پاکستاني پوځيان وژل سوي

د خېبر پښتونخوا پوليسو په خپل وروستي راپور کي ويلي دي، چي د جنوري د مياشتي د پيل څخه تر دې دمه پوري په خېبرپښتونخوا کي ۴۷۶ ترهګزيز بريدونه تر سره سوي، چي پرمهال ئې ۱۲۱ پاکستاني پوځيان وژل سوي او ګڼ شمېر نور ټپيان سوي دي.
د پاکستان د پوليسو ادارې وايي، چي دېره اسماعيل خان، مروت، وزيرستان، بنو او لکي مروت هغه ولسوالۍ دي، چي ډېر ترهګريز بريدونه په کښي سوي دي.
د پاکستان د پوليسو د راپور د مخي په دغه موده کي په شمالي وزیرستان کي ۷۷، بنو کي ۷۴، لکي مروت کي ۴۸ اودېره اسماعيل خان کي ۴۴ ترهګریز بریدونه سوي، چي پرمهال ئې ۱۲۱ پاکستاني پوځيان وژل سوي او شاوخوا درې سوه نور ټپيان سوي دي.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو په دغه سيمو کي د پراخو پوځي عملياتو خبر هم ورکړی دئ او په خبره ئې چي پر امنيتي پرسونل ئې پرمختللي وسلې ویشلي ترڅو وسله وال وځپي.
بلخوا د بیا تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) په پاکستان کي د نورو پراخو حملو خبر ورکړی او په خبره ئې چي د پاکستان پوځ په مقابل کي به خپله مبارزه جاري ساتي.