په دایکنډي کي د تېرکال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کي ۱۸ سلنه ډېروالي راغلی

د دایکنډي د کرني اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کي د تېرکال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کي د ۱۸ سلنه ډېروالي خبر ورکړی دی.

د دایکنډي د کرني اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالصمد مقبول ویلي چي په دغه ولایت کي تېرکال د بادامو حاصلات ۲۰ زره ۷۶۸ ټنه وه او سږکال ۲۵ زره ۴۸۸ ټنه دي چې دغه شمېر د احصاییوي مالوماتو له مخې د تېرکال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي د بادامو حاصلاتو د زیاتوالي اساسي لاملونه د اورښتونو زیاتوالی او بڼوالو ته د کرني په برخه کي عامه پوهاوی ښودلی دی.

د یادونې وړ ده، چي د دایکنډي زیاتره ولسوالۍ د هوا له پلوه د بادامو نیالګیو کښېنولو ته مناسبه ده او په دغه ولایت کي ۲۴ ډوله بادام موجود دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *