په دريو ولايتونو کي ۶۴۶ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه سوې

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چي د نشه یي توکو د کروندو د له منځه وړلو د کمپاين په لړ کې دا ځل د هلمند پولیسو، ٥٨٧ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه. دغه راز، ملي پولیسو په کندهار او ارزګان کې ٥۹ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښتونو پاکه کړې.