په درینا سنید کي د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کي د مړو سویو کسانو شمېر لسو ته پورته سو

د سربیا د کورنیو چارو وزیر ویلي، ژغورونکي توانېدلي، ۱۸ کسان چي درې يې کوچنیان دي، وژغوري.

د هغه په خبره، د لسو کسانو جسدونه، چي یو يې نهه میاشتي کوچنی دی، له اوبو راایستلي دي.

سربیايي چارواکو ویلي، دا کښتۍ چي غیرقانوني کډوال په کي سپاره وو، د سربیا او بوسنیا ترمنځ په درینا سیند کي ډوبه سوې ده.

که څه هم په کښتۍ کي د سپرو کسانو شمېر مشخص نه دی، خو ژغورل سویو کسانو ویلي، ټول ۲۵ کسان په کښتۍ کي وو.

سربیا او بوسنیا لوېدیځي اروپا ته د کډوالو د رسېدو تر ټولو لویه لار ده.