د دومېنېکا هیواد د پلازمېني «سانټو دومېنېکا» ښار د یوه شپني کلب د چت نړېدو له امله ۹۸ کسان وژل سوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.
د دې شپني کلب نړېدو پر مهال د حکومتي چارواکو او سیاستوالو سربېره، لوبغاړو او مشهورو څېرو په ګډون کنسرت روان وو.
د راپورونو له مخي شاوخوا ۴۰۰ ژغورونکي او مرستندویه ډلو غړي له کنډوالو ژوندي پاته کسان راایستلي.
د دومېنېکا چارواکو ویلي، چي په مړو سویو کسانو کي یو مشهوره سندرغاړی، یو والي او د میجر لیګ بیسبال پخوانی توپ وهونکی اوکتاویو ډوټل هم شامل دي.
د دغه هیواد د بېړنیو عملیاتو مرکز ریس رسنیو ته ویلي، چي د وژل سویو لومړنی شمېر ۹۸ ته لوړ سوی او ښايي تر دې هم لوړ سي.