د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پاکستان د پښتونخوا ايالت د ديره اسماعيل خان په پروا سيمه کښي نامعلومو وسلوالو د پاکستاني عسکرو يو مشر ويشتلی او وژلی دئ.
دسرچينې د معلوماتو له مخي د پاکستاني عسکرو دغه مشر سعدالله نومېږي،چي نامعلومو وسلوالو وژلی دئ.
بايد وويل سي، چي تېره ورځ هم د پاکستان په بلوچستان ايالت کښي وسلوالو په يو بريد کښي ۱۱ پاکستاني عسکر وژلي وه.