په دیرالزور کي د امریکا په هوايي برید کي یو ایراني سلاکار وژل سوی

راپورونه وایي، د امریکا د پوځ جنګي الوتکو نن سهار د سوریې په دیرالزور ولایت کي د مقاومت د محور او د سپاه پاسداران پر مرکزونو بریدونه کړي.
ویل کیږي چي په دې بریدونو کي یو ایرانی سلاکار وژل سوی او نور ټپیان دي خو تر اوسه لا د نورو ټپیانو خبر نه دی تایید سوی.
امریکا له دې وړاندي د سوریې تر څنګ په عراق کي هم هغه مرکزونه بمبار کړي چي ایراني سلاکاران پکښي میشت دي.