په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (يوناما) په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال د پيل څخه تر اوسه پوري شاوخوا يو ميليون افغان کډوال افغانستان ته راغلي.
د يوناما د راپور د مخي دغه افغان کډوالو ډېره برخه د ايران او پاکستان څخه راغلي دي.
يوناما دغه راز په خپل راپور کي ويلي، چي د نړۍوالو مرستو دکمېدو سره افغانستان د بشري بحران سره د مخ کېدو په حال کي دئ، خو د دغو کډوالو په راتګ سره به دا حالت نور هم ګواښوونکی سي:” د دغو کډوالو راستنیدل د افغانستان بشري بحران چي لا له مخکي د نړۍوالو بشري مرستو په کمېدو او وچکالۍ په خاطر پراخ سوی وو، لا پسي پیچلی کړی دئ”.
يوناما وايي افغان کډوال په خپل هيواد کي زده کړو، کار، روغتيايي خدماتو، سرپنا او دې ته ورته نورو برخو کي لاسنيوي ته اړتيا لري چي بايد ورته برابر کړل سي.
د يوناما د راپور د مخي اوس شاوخوا اووه ميليونه افغان کډوال د افغانستان څخه بهر ژوند کوي، چي ډېره برخه ئې په ايران او پاکستان کي اوسېږي.