په روزګان ولايت کي يو خبریال وژل سوی

د روزګان د مرکز ترینکوټ په سفید خار سیمه کي د احسان الله پښتون په نوم یو سیمه ییز خبریال وژل سوی دی.
د روزګان د امنیې قومندانۍ ویاند بلال روزګانی وایي، پښتون سه شنبه ماپښین د دوو کورنیو تر منځ د مځکي پر سر په شخړه کي وژل سوی دی.
د هغه په وينا، د پښتون د وژلو په تور يې څلور کسان نیولي او تر پوښتنو لاندي دي.
تر اوسه د دې پيښي په اړه د احسان الله پښتون کورنۍ څه نه دي ويلي.