په روزګان ولايت کي ځايي مسولين وايي، چې له تير يو نيم کال راهیسي يې هڅي پيل کړي دي تر څو د امنيه قومندانۍ پوري تړلي پوليسو ته مسلکي روزنه ورکړي. په ورته وخت کي عام اوسيدونکي د دغه اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ وايي، د پوليسو مسلکي کيدل به وکولای سي چي د ولس او نظامي کسانو ترمنځ د همږغۍ لامل سي او ستونزي به نه رامنځ ته کیږي.