په روزګان ولایت کي په یوه خپلمنځي شخړه کي درې کسان وژل سوي دي

چارواکي وایي، د روزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کي په خپلمنځي شخړه کي درې تنه وژل سوي او یو بل ټپي سوی دی.
د چهارچینو ولسوال محمد رفیق هنر وایي، پېښه په سیمه کي په یوه دولتي روغتون کي د ډاکټرانو د ګومارني پر سر رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، یو شمېر خلکو غوښتل چی د ډاکترانو سره د کار قراردادونه تمدید سي خو ځینو نورو خلکو بیا د دې پرېکړي مخالفت کاوه چي موضوع په تاوتریخوالي اوښتې.
هغه زیاته کړه، د روغتون ساتونکو د شخړي پر مهال پر خلکو ډزي کړي او مرګ ژوبله رامنځ ته سوې چي وروسته مجرم نیول سوی او روغتون هم تړل سوی دی.