په روزګان کي د غر ښویدني په پېښه کي د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه سوي

د روزګان ځایي مسوولین وایي، چي د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کي د استوګني پر یو کور د غر ښویدني په پېښه کي شپږ تنه مړه سوي دي.
د روزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال روزګانی وايي، پېښه نن سهار د یادي ولسوالۍ د تالۍ سیمي په سرموري کلي کي رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، له غر ښویدو وروسته د کور چتونه نړېدلي او په خوب بېده کسان تر لاندي سوي دي.
مسوولین وایي، په مړو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي .