په روزګان کي شپږ تنه هغه ښکاریان نیول سوي چي مرغان یې ویشتل

د روزګان امنیتي چارواکي وایي، دغه ولایت په خاص روزګان ولسوالي کي یې هغه شپږ تنه نیولي چي په غیرقانوني توګه یې د مرغانو ښکار کاوه.
د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګانی وایي، په شالۍ ناوې سیمه کي له دغه کسانو سره یو ښکاري ټوپک او کارتوسونه، دوه د مرغانو د نیولو دامونه، دوې جوړې زرکي او قفسونه هم نیول سوي دي.
امنیتي مسوولین وایي، چا ته اجازه نه ورکوي چي په خپلسري او غیري قانوني توګه د مرغانو، کبانو او وحشي حیواناتو ښکار وکړي.
په هیواد کي د وحشي حیواناتو او مرغانو پر ښکار بندیز دی او عاملین یې مجرمین بلل کیږي خو بل خوا بیا د قطر یو شمېر اوسېدونکي ځیني وخت راځي په هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کي ښکار کوي او دوی ته د یوه تړون پر اساس د ښکار اجازه ورکول سوې ده.