په روزګان کي يوې ښځي د خپل خاوند غچ اخيستلو په خاطر خپل ورور په ټکانو وژلی

په روزګان ولايت کي ځايي مسولين وايي، چي د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کي تېره ورځ سه شنبه يوې ښځي خپل ورور په ټکانو مخامخ ويشتلي او وژلی دی.
د دې ولايت د امنيه قومندانۍ وياند بیلال روزګانی وايي، چي يادي ښځي د خپل خاوند د وژني په بدل کي خپل ورور د توپنچې په ټکانو وژلی.
د هغه په وينا، ښځه د امنيتي ځواکونو له خوا نيول سوې او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل سوې ده.
دا په داسي حال کي ده چي تر دې مخکي هم د کورني تاوتريخوالي له امله په ورته پيښو کي ښځو او نارينه وو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.