په روزګان کي پر اوه زره جریبه مځکه صنعتي پارک جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، د روزګان په خیر اباد سیمه کي پر اوه زره جریبه مځکه پراخ صنعتي پارک جوړیږي.
د روزګان والي مولوي عنایت الله شجاع د صنعت او سوداګرۍ ولایتي رییس او یو شمېر نورو مسوولینو په ملتیا د دغه سیمي څخه لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي ټاکل سوی ځای مسوولینو له هره اړخه مناسب بللی او وایي، هڅه به وسي چي ژر یې چاري پيل سي.
په روزګان کي سوداګر او صنعت کاران له ډيري مودې راهیسي د صنعتي پارک غوښتنه کوي خو تر ټولو ډېره مهمه برېښنا بولي چي باید د پارک سره هممهاله چمتو سي تر څو په دغه ولایت کي هم زیاتي فابریکې فعالي سي.