په روزګان کي چارواکو خبر ورکړی، چي په ګیزاب ولسوالۍ کي د موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسان مړه سوي او بل تن ټپي دی.
د ارزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لهخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دغه پېښه نن سهار وختي سوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چي د دې پېښي علت د سړک خرابوالی وو.
د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ د ترینکوټ شمال لوېدیځ په شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره کي پرته ده.
دې سیمي ته غځېدلې لاره د غرونو په منځ کي تېره سوې او لهدې وړاندي هم پر دغه لار ورته پېښي سوي دي.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کي د زیاتو ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.