په روزګان کي ۱۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکول کیږي

د ط…البانو د تعزري سزاګانو په دوام ټاکل سوې ده سبا پنج شنبه په روزګان کي ۱۵ تنو ته په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي د بېلابېلو جرمونو په تړاو تعزیري سزا ورکړي.
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت له اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه تعزیري سزاګانو نندارې ته ورسي.
د یادوني وړ ده چي په دا وروستیو کي د ط…البانو له خو خلګو ته تعزیري سزا او قصاص کولو قضیې زیاتي سوي، چي ملګرو ملتونو او د بشري حقوقو سازمانونو ورباندي اندېښنه ښودلي او له ط…البانو څخه ئې د درولو غوښتنه کړې.