په روزګان کې ځايي مسولينو ۶،۶ ميليونه غلا سوي افغانۍ چي د ښوونکو د معاشات وه، د دوو کسانو سره نیولي

په روزګان ولايت کې ځايي مسولين وايي چې ۶،۶ ميليونه غلا سوي افغانۍ چي د ۲۴۰ سواد زده کړي د مرکزونو د ښوونکو د معاشات وه، د دوو کسانو سره نیولي او د شرکت اصلي مالکینو ته سپارلي دي. ځايي امنيتی مسوولین وایي چي امنيتي ځواکونه هڅه کوي تر څو د خلکو د مال او ځان امنیت وساتي او د جنايي جرمونو کچه راټيټه کړي.