په زابل ولايت کي د طالبانو له لوري نيول سوی خبريال محبوب حکيمي دبنده ازاد سو

محبوب حکیمی شاوخوا درې اونۍ مخکي په زابل کي استخباراتو نیولی.
هغه نن د بنده ازاد او خپلي کورنۍ ته ستون سو.
تر اوسه هیڅ امنیتي ادارې د هغه د نیول کېدو لامل نه دی ویلی.
په افغانستان کي په دې وروستیو کي د خبریالانو نیونه یو ځل بیا چټکه سوې، چي ورسره سم د نړیوالو بشرپالو بنسټونو اندېښنې هم زیاتي سوي دي.
تېره ورځ د بخښني نړیوال سازمان د سویلي آسیا څانګي پر ایکس ( ټوېټر) یوه بیان کي ویلي،د نړۍ له بیلابیلو برخو څه باندي یو سل او ۹۸ زره او شپږ سوه کسانو د دوی هغه بیان په انلاین بڼه لاسلیک کړی، چي له طالبانو په کښي غوښتل سوي، چي افغانستان کي بشري حقونو ته درناوی وکړي.
په دغه بیان کې د نورو مواردو تر څنګ له طالبانو غوښتل سوي،چي د خبریالانو په خپل سر نیول او زنداني کول باید ودرول سي.
تر اوسه د امارت هیڅ یوې ادارې په دې اړوند څه نه دي ویلي.