په زابل کي ترافیکي پیښي شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکي وایي، د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کي د ترافیکي پيښي له امله ۵ تنه ټپیان سوي او یو ماشوم مړ سوی دی.
د زابل ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په ټپيانو کي ۳ ښځي او دوه نارینه شامل دي خو د پيښي په اړه نور جزیات نه دي ورکول سوي چي دغه پېښه څنګه او د کومو موټرانو تر منځ سوې ده.
د خبرپاڼي له مخي د عامي روغتیا ریاست له لوري سیمي ته عاجل امبولانس او روغتیايي ټیم رسېدلی او پر وخت یې ټپیان روغتون ته انتقال کړي.
د روغتیایي مسوولینو په وینا، د ۲ تنو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
پر لویو اکثره وخت ترافیکي پيښي د بې احتیاطۍ، تېز رفتار او ترافیکي قوانینو د نه مراعت کولو له امله رامنځ ته کیږي.