په زابل کي د اورښتونو له امله زیاتي اوبه راغلي او ځیني لاري یې بندي کړي.

اوبو یو موټر هم چپه کړی خو چاته پکښي زیان نه دی اوښتی.
مسوولینو خلکو ته سپارښتنه کړې چي د سیلابونو پر مهال دي ځانونه خوندي کړي او هغه سیمو ته دي نه نږدې کیږي چي د ډیرو اوبو د راتلو امکان وي.