په زابل کي د ترافيکي پيښي له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، د کابل – کندهار پر لویه لار په زابل ولايت کي د يوې ترافیکي پيښي له امله ۱۵ تنه ژوبل سوي او ۳ تنه وژل سوي دي.
د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، دغه پېښه د شنبې ماخوستن شاوخوا لس بجې د زابل اړوند د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د بريام مانده په سيمه کي رامنځ ته سوې ده.

د هغه په وينا، په پېښه کي يو ۴۰۴ مسافر وړونکی موټر چپه سوی چي له امله يې ۱۵ تنه ټپيان او د يوې ښځي په ګډون دريو تنو ژوند بايللی.

ده زياته کړه، د لوي لاري د ساتني کنډک اړوند د درېيمي ټولۍ امنيتي کسان سيمي ته رسېدلي او ژوبل کسان يې روغتون ته لېږدولي دي.

هغه ونه ويل چي د مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو لامل څه وو خو له ‌دې وړاندي چارواکو ويلي چي ترافيکي اصول نه مراعتول، تېز سرعت او د موټر چلوونکو بې احتياطي د ترافيکي پېښو عمده لاملونه دي.