په زابل کي د ترافیکي پيښي له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د زابل د اطلاعاتو کلتور ریاست وايي، په دغه ولایت کي د یوې ترافیکي پيښي له امله درې کسان وژل سوي او یو بل ټپي سوی.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي پېښه نن یک شنبه د شهرصفا ولسوالۍ په اسحاقزي مانده کلي کي د یوه بار وړونکي ټېلر او یوه بل موټر د ټکر له امله رامنځ ته سوې ده.
تېره جمعې ورځ هم په یاد ولایت کي د یوې ترافیکي پیښي له امله دوه کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي وه.