په زابل کي د ترافیکي پیښي له امله څلورو تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د زابل امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز قلات کي د یوه ټېلر موټر او دوو موټرسایکلونو تر منځ ترافیکي پېښه سوې ده.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، پېښه نن یکشنبه ماښام رامنځ ته سوې.
د هغه په خبره، پېښه د دوو موټر سایکلونو تر منځ سوې چي پر یوه موټرسایکل درې او پر بل موټرسایکل یو تن وو خو د پیښي پر مهال یو تن له موټرسایکل څخه غورځېدلی او پر سړک روان ټېلر موټر وهلی او وژل سوی.
هغه د پیښي لامل د موټر سایکل چلوونکو بې احتیاطي بللې او غوښتنه کوي چي باید موټر سایکل او موټر چلوونکي ټول ترافیکي قوانین مراعت کړي تر څو له ترافیکي پیښو وژغورل سي.