د زابل امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز قلات اړوند د پل سنګي د کانګرېټ په ساحه کي د یوه باروړونکي ټېلر او پاسو موټرانو تر منځ ترافیکي پېښه رامنځ ته سوې.
د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، دغه پېښه نن پنجشنبه غرمه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځ ته سوې چي پر مهال يې اووه تنه مړه او درې نور ژوبل سوي دي.
ده زیاته کړه، په مړیو کي څلور ښځي او درې کوچنیان دي او په ټپيانو کي دوې ښځي یو نارینه شامل دي چي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د هغه په وینا، ژوبل سوي کسان د ولایتي روغتون د روغتیايي ټیم له خوا روغتون ته وړل سوي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، له ترافیکي پېښي وروسته د ټېلر موټر چلوونکي تېښته کړې وه خو د زابل د پولیسو له خوا د زابل په اړوند ساحه کي ونیول سو.
چارواکو د پېښي د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو پر لویو لارو ترافیکي پېښي اکثره وخت د ګړندي تګ او ترافیکي اصولو د نه مراعت له امله رامنځ ته کیږي.