د زابل ولايت د بدني روزني او ورزش امريت اړوند د سانبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د دوو کلبونو د شلو ورزشکارانو ترمنځ د سانبو کورش سيالۍ ترسره سوې.
مسوولین وایي، په دغو سياليو کي د همراز او عمران پتيال د کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چي په پايله کي د عمران پتيال کلب د ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.