په زابل کي د والیبال سیالۍ د شېخ متي بابا الف لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې

د زابل ولایت مرکز قلات ښار کي د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شېخ متي بابا الف لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، په دغو سیالیو کي د شېخ متي بابا الف، هریرود، لب دریا او شېخ متي بابا ب لوبډلو کډون کړی وو، چي په پایلوبه کي یې شېخ متي بابا الف لوبډلي خپلي سیالي شېخ متي بابا ب لوبډلي ته د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلي سیالي لوبډلي ته ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.