د زابل څخه د څراغ تلوېزيون خبريال خبر ورکړی، چي د دغه ولايت په مرکز قلات ښار کي د وچي ميوې د کاروان سرايو مالکينو د ط..البانو له خوا د لوړي ماليې د ټاکلو له امله خپل فعاليت درولی او سرايونه ئې تړلي دي.
هغوی د ط..البانو له خوا د لوړو ماليو د ټاکلو له امله د ط..البانو دغه کړنه غندلې او بې انصافي ئې بللې ده.
هغوی وايي د دوی کاري اعتصاب به تر هغه وخته پوري دوام کوي؛ ترڅو دولت ئې ستونزه واوري او ماليې ئې کمي کړي.
هغوی د ط..البانو د مشرانو څخه غوښتنه کوي، چي د دغه بې عدالتۍ مخه دي ونيسي