د زابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ويلي، چي د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په خالا کلا سيمه کي د يو ځوان جسد موندل سوی، چي سر ئې د تن څخه پرې سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی ځوان محمد هاشم نومېږي او په دغه سيمه کي ئې دکانداري کول.
په ورته وخت کي د زابل ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده او څراغ تلوېزيون ته ئې ويلي دي، چي دغه وژل سوی ځوان يوه ورځ وړاندي د خپل کور څخه نامعلومو کسانو تښتولی وو، وروسته ئې د چاقو په وسيله وژلی او سر ئې د تن څخه پرې کړی وو.
د ط..البانو په وينا چي د پېښي عاملين تښتېدلي خو دوی ئې په اړه پلټني کوي.