په زابل کي د پخواني ماین چاودني له امله شپږ تنو ماشومانو ه مرګ ژوبله اوښتې

د زابل امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په ارهډ مانده سیمه کي پر ماشومانو یوه پخواني ماین چاودنه کړې چي له امله یو ماشوم وژل سوی او پنځه نور ټپیان دي.
د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، دغه پېښه نن د جمعې په ورځ رامنځ ته سوې.
د هغه په وینا، په سیمه کي تازه کرنیزه مځکه په تراکتور اړول سوې وه او یو پخوانی ماین راسربېره سوی وو چي بیا ماشومانو پیدا کړی وو او پر هغوی یې چاودنه کړې.
ده زیاته کړه، ټپيان سوي ماشومان د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول سوي خو د روغتیايي حالت په اړه یې لا معلومات نسته.
پخواني ماینونه او ناچاوده توکي هغه څه دي چي د زابل تر څنګ لا هم په ډېری ولایتونو کي د خلکو ژوند ته ګواښ دی او اکثره وخت یې ماشومان قرباني وي.