په زابل کي د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزي غېږ نيوني سيالۍ ترسره سوې

د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کي د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودي ورکولو او پرمختگ په موخه د سيمه ييزي غېږ نيوني سيالۍ ترسره سوې.

مسوولین وایي، په دغو سياليو کي د شهر صفا، دامان، ميزاني او ارغستان ولسواليو پهلوانانو گډون کړی وو، چي په پايله کي د شهر صفا ولسوالۍ پهلوانانو په بريا پای ته ورسېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *